نوکیا او سوېسکام په ګډه سوېس کې بېړني وضعیت ته د رسېدنې او چټک غبرګون ښودلو ترڅنګ، د زېربناو او نورو برخو ارزونې لپاره د ډرون الوتکو یوه شبکه جوړوي.
رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه، اګسټ اتمه، راپور ورکړی چې په دې اړه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د موبایل جوړولو شرکت نوکیا به د درون ۳۰۰ وسیلې سویس ته ولېږدوي او چارې به یې، د سوېسکام له لوري پرمخ وړل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ډرون الوتکې به د «DAAS» شبکې په بڼه فعالیت وکړي. ډاس د سوداګرۍ یو ډول دی چې پېرودونکي له پېر پرته د غوښتنې په صورت کې ترې استفاده کولی شي.
د سوېس د عامه خوندیتوب ادارې له هغې ډلې پولیس او اوروژونکي به وکولای شي چې د سوېسکام براډکاسټ څخه د ډرون الوتنې غوښتنه وکړه او راټولولو شویو معلوماتو ته لاسرسی ولري.
د رویټرز راپور له مخې، دغه ټکنالوژي به سویس کې ادارو ته اجازه ورکړي، څو د برښنا مزي، سولري سېسټم او د تېلو او ګازو زېربناوې وارزوي.
له پوځي برخو سربېره به له یادو ډرون الوتکو او ټکنالوژۍ د کرنې او نورو برخو کې هم ګټه واخیستل شي.