اېکس ټولنیزه شبکه چې پخوا د «ټوېټر» په نوم یادېده، تازه یې اعلان کړی چې د یادې ټولنیزې شبکې له خپلو نویو کاروونکو څخه به کال کې نږدې یو ډالر اخلي.
د دې پرېکړې له مخې، د اېکس «ټوېټر» نوي کارونکي باید په کال کې له ۰،۷۵ تر ۰،۸۵ ډالر ورکړي، څو د اېکس شبکه له ځانګړتیاو استفاده وکولای شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه شرکت دا چاره په نیوزیلنډ او فلیپین کې په ازمایښتي توګه پیل کړې ده.
د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، د اېکس هغه کاروونکي چې کلنی لګښت نهورکوي، اېکس شبکه کې به یوازې، پوسټ لوستلی، ویډیو کتلی او نور کاروونکي به څارل شي.
د اېکس شبکې پر نویو کارکوونکو کلنی لګښت او نور جنجالي بدلونونه داسې مهال دي چې تېر کال اېلن ماسک ټوېټر په ۴۴ میلیارډ ډالرو وپېره.
له هغه راوروسته د دغه شرکت زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي، د منځپانګې د نویو یا تازه کول ځنډول شوي او «ابي ټک» هم د ۸ ډالرو په بدل کې هر کارونکي ته ورکول کېږي.
له دې سربېره دې شرکت په جولای میاشت کې د ټوېټر لوګو چې د یوه ابي الوتونکي وه او دا شرکت پرې مشهور و، اېکس ته بدله کړه.