Asset 1SWN

له پامه لوېدلې ولسوالي؛ د هلمند دېشو کې خلک د ژوند له اسانتیاوو بې‌برخې دي

هلمند دېشو

د هلمند دېشو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخي او له پراخو ورځنیو ننګونو سره مخ دي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندرا ته وايي، څه باندې پنځو لسیزو راهیسې دې ولسوالي ته پام نه‌دی شوی او په وینا یې، د زده‌کړو، روغتیايي او ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ يې، ټوله ولسوالي کې د کاروبار او د خلکو د اړتیاوو برابرولو لپاره یوازې شپږ هټۍ فعاله دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دېشو اوسېدونکي له سرپرست حکومت څخه د بازار او نورو اسانتیاوو رامنځه‌کېدو برخه کې د ګړندیو او پراخو اقداماتو غوښتنه کوي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي عزیز‌الله وویل: «بازار خو معلومه خبره ده چې کوچنی دی، دا بازار زموږ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته اسانتیاوې برابرې شي، زموږ بازار غټ شي او دوکانونه ډېر شي. درمل ځایونه او ډاکټران په‌کې راپیدا شي. موږ  ستونزو سره مخ یوو. نه مریض کومې خوا ته بولوی شو او دلته ټول دوکانونه پنځه شپږ دوکانونه نه‌کېږي.»

د دېشو ولسوالي مرستیال ملاجمعه ګل حاجي جانان د خلکو ستونزې پر ځای بولي، خو زیاتوي چې هڅه کوي دلته یوشمېر رغنیزو پروژو، پلې‌کېدو ته زمینه برابره کړي. «دا ولسوالي په رښتیا هم ډېره خواره او ستړې ولسوالي ده چې موږ دې لسوالي ته راغلي یوو، موږ دلته یو کلینیک، یو مسجد جامعه، یوه مدرسه او شاوخوا ۲۷ کیلومتر سړک جوړ کړی.»

د دېشو ولسوالي د اوسېدونکو د شته ستونزو په اړه د هلمند ولایتي مسوولان وايي، د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راهیسې که څه هم یادې ولسوالي کې یو لړ پرمختیايي پروژې پلې شوي، خو بیا به هم لومړیتوب ورکوي.

د هلمند والي ویاند محمدقاسم ریاض وايي، ولایتي اداره به د مرستندویه ادارو سره په همغږۍ لرې‌پرتو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي چې دېشو هم یاده هغو ولسوالیو ده چې دوی به ورته پاملرنه ډېره کړي.

نوموړي وویل:«دغه ولسوالي کې د پرمختیايي پروژو زیاته اړتیا شته، د هلمند ولایت مقام ته چې کله کوم خدماتي بنسټونو مراجعه کوي یا خپله د امارت له‌خوا چې کوم خدمات په پام کې نیول کېږي، تر ټولو اولویت لري، پرتو لسوالیو ته ورکول کېږي چې له دې جملې څخه دېشو او خانشین ولسوالي یادولای شو، د ولسونو خدمت لپاره د مسؤلینو ډېرې ښې ارادې شته.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دېشو ولسوالي د دې ولایت له مرکز څخه سوېل لور ته په څه باندې ۲۵۰کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ایران او پاکستان سره هم شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره پوله او د ډیورنډ کرښه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام