Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه اومان نیول شوي

لوګر- چوک

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، د خوښۍ ولسوالي په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشه‌يي توکو د جوړېدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، نیول شوي توکي د لوګر امنیه قومنداني د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې مدیریت ته رالیږدول شوې دي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر په مرکز پل علم او ازرې ولسوالیو کې سلګونه کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام