Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې تېرکال نږدې ۶۰۰ کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیول شوي

1000414085

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، دغه ولایت کې نږدې شپږ کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د بلخ امنیه قومنداني نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرکال پرمهال دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو پلور او قاچاق په تور ۵۹۶ کسان نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارازویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۷۶۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او ۵۴۲ لېټره الکولي څښاک ترلاسه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دوی په وینا، نیول شوي نشه‌يي توکي سوځول شوي دي.

له دې سربېره په خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۰۳۰ روږدي کسان هم د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزی مدیریت له لوري ټول شوي.

له یادو روږدو کسانو بیا دوه زره او ۱۲۱ کسان روغ او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام