Asset 1SWN

هېواد کې نژدې ۳.۹ میلیون جریب ځمکه له غصب راګرځول شوې

GqpoPa6XMAEP4o0

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون سکرټر او د عدليې وزارت د امارتي قضیو رییس مولوي احسان‌اللّٰه وثیق نن یکشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه کمیسیون له جوړېدو راهیسې، ټول هېواد کې ۴۹.۷ میلیون جریبه ځمکه تشخیص شوې چې ۳.۹ میلیون یې له غاصبانو بېرته راګرځول شوې.

ده وویل، یوازې کابل کې څه باندې ۶۶ زره او ۷۲۴ جریبه ځمکه له غصب استرداد شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کمیسیون تر دامهاله څه باندې ۱۲.۷ میلیون جریبه ځمکه ثبت او د دولتي ملکیت په توګه ساتلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون سکرټر او د عدليې وزارت د امارتي قضیو رییس مولوي احسان‌اللّٰه وثیق زیاته کړه چې: «زورواکو او غاصبانو ته مو پیغام دا دی، مخکې له دې چې عدلي اقدامات ترسره شي، د دولتي ځمکو له غصب لاس واخلئ، رضایت لیک ورکړئ او له اسلامي امارت سره همکاري وکړئ.»

د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمیسیون مسوولانو زیاته کړه چې د دغه کمیسیون فعالیت به د نوي وزارت له رامنځته کېدو وروسته، په پوره جدیت او قاطعیت سره دوام ولري.

د ځمکو د غصب مخنيوي کمیسیون همدارنګه ویلي چې هر عالم، مخور شخصیت، قومي مشر او با نفوذه کس باید له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، د دولتي ځمکو د غصب پر ضد مبارزه کې برخه واخلي او د دې ناروا عمل منفي اغېزې خلکو ته واضح کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام