د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا «د ځمکې ژوندي کول د حضرت محمد ص سنت دی» تر عنوان لاندې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین د یاد ولایت اړوند د تیرېکنډو په سیمه کې د حکومتي مسوولانو په ګډون نن چهارشنبه، کب ۲۰مه پیل شوی دی.
د ياد کمپاين د پيل مراسمو کې د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل چې د کرنې ریاست سږکال له ۱۵۹زره څخه زیات نیالګي برابر کړي چې دغه ولایت کې به کښېنول شي.
هغه زیاته کړه چې پکتيا کې د شته ځنګلونه د ساتنې لپاره هلې ځلې او د لاپراختيا لپاره يې کار کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، ځنګلونه د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو ناوړه اغیزو د کمولو په برخو کې مهم رول لري او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې پسرلي په موسم کې نيالګيو کېنولو او پالنې لپاره کار وکړي.
د معلوماتو له مخې يوازې د تېرې کنډو سيمه کې به د يو خصوصي شرکت لهخوا ۱۰زره ميوهلرونکي او بې ميوې نيالګي کينول شي.