د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر و.
د یادې ادارې د موندنو پر بنسټ، دې شمېرو ته په کتو، د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې څرګندونې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېرکال پر ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي و چې په حاصلاتو کې یې د مخکیني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دې ترڅنګ، د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پُنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د مخکیني کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
بلخوا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو دې پروګرام کې وویل چې تر دې مهاله په تول هېواد کې څه باندې ۱۳ میلیونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د یادې ادارې مسوولانو همداراز ویلي، د سرپرست حکومت د واکمنېدو راهیسې، ۷.۸ میلیونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. په ټوله کې تر دې مهاله ۱۳ میلیونه او ۸۶۸زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو په لار اچول، ۴ میلیونه ته، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول، په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانګو فعالول، په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې هېوادونو کې د اسان خدمت څانګو پرانیستل، د هرات په شین ډنډ، د ننګرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانیستل؛ په روان کال کې د دغې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.