Asset 1SWN

سلام وطندار

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبې؛ ننګرهار اتلولي خپله کړه

۱۲

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په چوکاټ کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ، د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېدې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ سیالۍ چې ۱۲ لوبډلو په‌کې ګډون درلود، خوست او ننګرهار کې ترسره شوې چې پای لوبې ته یې ننګرهار او ننګرهار – ب لوبډلو لاره پیدا کړه.

پایلوبه کې ننګرهار لوبډلې ۲۶۹ منډې هدف وټاکه چې ننګرهار – ب لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۱۲۴ منډو په توپیر وبایلله.

د یادو سیالیو د اتلې لوبډلې لوبډلمشر الله‌نور ناصري وایي، یادې سیالۍ د نویو لوبغاړو لپاره د بریا لومړی پړاو دی او هڅه کوي چې له دې لوبو یې د لوبډلې لوبغاړي او دی خپله ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

نوموړی وایي، په لوبډله کې ورسره د ملي لوبډلې لوبغاړو هم شتون درلود چې د هغوی د تجربو او ښو لوبو له امله یې د ولایتي سیالیو اتلولي وګټله.

«فاینل مونږ وګټه او زمونږ د ټیم ترکیب ته که وګورې ډیر تجربه لرونکي لوبغاړي راسره و، لکه شهزاد محمدي او نور او زمونږ د توپوهنې برخه ډیره پیاوړې وه او توب اچوونکي مو هم ښه و او ډګر ساتنه هم د یو ټیم لپاره مهمه ده چی میچونه پرې وګټي، نو هلکانو خواري کوله او همدا نقطې وې چې مونږ فاینل وګټه.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل لور ته د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وایي، دغو سیالیو نږدې ٣ اونۍ دوام وکړ چې په دوه ګروپونو کې هرې لوبډلې پنځه پنځه سیالۍ ترسره کړې.

«د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ چې له ګریډ ټو نه ورته ۱۲ لوبډلو لار پیدا کړې وه، دغه دولس لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې چې په هر ګروپ کې شپږشپږ لوبډلې وې او هرې لوبډلې پنځه سیالۍ کولې، یو ګروپ په خوست او یو ګروپ په ننګرهار کې لګیا و چې پایلوبه یې نن وشوه، په دې سیالیو کې ځینې نوي لوبغاړي ډیر ښه وځلیدل او دا د نوو لوبغاړو لپاره بهترینه فرصت دی چې هغوی مخکې تګ وکړي.»

د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسوولان بیا وايي چې یادو سیالیو ته یې هغه لوبغاړي انتخاب کړي و چې په دوهمه درجه ولایتي سیالیو کې یې غوره کارکردګي کړې وه.

دوی وایي چې له انټرکلب لوبو یې دوهمه درجه ولایتي لوبډلې انتخاب کړې وې چې وروسته دولس غوره لوبډلو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومونده.

د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز سلام‌وطندار ته وویل: «مونږ په کورني کرکټ کې دوه برخې لوبې لرو چې یو یې شل اوریزې او بل یې یو ورځنۍ دي چې اوس یې یو ورځنۍ روانې دي او شل اوریزې به یې هم کیږي. کوم لوبغاړي چې په ګريډ ون یو ورځنیو لوبو کې غوره کارکردګي کوي هغه به درې ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې کوي او هغوی چې په شل اوریزه لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې غوره لوبیږي، نو هغوی به شپږیزې او نیشنل شل اوریز جام ته لاره پیدا کوي.»

د یادونې ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو شل اوریزه بڼه لوبې چې موخه یې ملي شل اوریزه سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل دي، څو ورځي وروسته د همدې لوبډلو او لوبغاړو له لوري ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام