ننګرهار او لغمان کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوې دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کوز کونړ(ښېوې) ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې نن سهار «جمعه، تلې ۶مه» د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي دي.
د سېلابونو او اورښت له امله ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ شوې دي.
بلخوا د لغمان الینګار ولسوالي کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونونه اړولي چې پهکې د الینګار سیند پر سر نوی جوړېدونکی پیوستون هم زیانمن شوی دی.
له دې سربېره، د دواړو ولایتونو په ګڼو سیمو کې سېلابونو کورونه نړولي او سېلابځپلي مرستو ته اړتیا لري.