د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ایران د روغتیا وزیر ظفر قندي سره لیدلي.
کابل کې د ایران سفارت نن (چهارشنبه، ۱۹ قوس) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ندیم او قندي د طبي زدهکړو په برخه کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شیخ ندا محمد ندیم تر دې وړاندې د ایران د لوړو زدهکړو وزیر حسین سیمایي صراف سره هم لیدلي او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې، په علمي همکاریو ټینګار کړی.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر د علمي همکاریو پراختیا لپاره روانه اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.