د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د سوريې بهرنيو چارو وزير اسعد حسن شيباني سره ليدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو هيله څرګنده کړې چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننګونو برلاسي او له فرصتونو ګټه پورته کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه دواړو لوريو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي او مهمې وبللې او خوښي يې څرګند کړه چې دواړه ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته لاړه.