Asset 1SWN

د متقي او پزشکیان لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

GrO7ftJXYAEqSnU

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ (یکشنبه د ثور ۱۸) تهران کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره ليدلي.

دغه لیدنه کې د ايران ولسمشر ويلي چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.

مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

امیرخان متقي هم د افغانستان او ایران ترمنځ پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينګار کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي، د مخدره توکو د قاچاق کنټرول او د سیاسي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه او وې ویل، د کډوالو د ستنولو بهير دې په تدريج ترسره شي، ترڅو د هغوی چارې او شتمني زيانمنه نه شي.

د یادونې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تېره ورځ ایران کې د تهران د خبرو اتو فورم ته د وینا پرمهال د افغانستان بهرني سیاست ته په اشارې ویلي، د افغانستان امنیت د سیمې، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ په ګټه دی او تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان د متوازن سیاست نه‌لرلو له امله د قدرتونو د سیالیو قرباني شوی.

د هغه په خبره، اسلامي امارت د یوه هېواد د دوستۍ او مخالفت لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه‌دریږي او غواړي له نړۍ سره متوازنې اړیکې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام