بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره ټيليفوني خبرې کړي.
دغو خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې وشوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز دغو خبرو کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو چې کراچۍ او واګه بندر کې ایسار پاتې وو، د خلاصولو پریکړه وشوه او هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.
همدا راز دواړو لوريو ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او پلاوو تګ راتګ دوام ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.