د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت پر اېکسپاڼه لیکلي چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبه، ثور ۲۴) مخکې له غرمې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته سفر کړی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال به د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.
د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوی به په دې فورم کې د ګډون ترڅنګ په یوه بله اقتصادي ناسته کې د افغانستان او روسیې د ګډو اقتصادي او تجارتي مناسباتو په اړه هم بحث وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ تر منځ د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
د راپورونو پر اساس، ویل شوي چې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم پرون پیل شوی او د مې تر ۱۸مې به دوام وکړي.
د چارو کارپوهان د کازان فورم په څېر نړیوالو اقتصادي فورمونو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د استازو ګډون د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بولي.