د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (دوشنبه، ثور لومړۍ) مخکې له غرمې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
هغه لیکلي چې دغه لیدنه کې به د دواړو هیوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوی نن په رسمي سفر کابل ته راغئ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه قزاقستاني پلاوی به کابل کې د افغان – قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.
د یادنې ده چې افغان ـ قزاق ګډ نندارتون به سبا د روانې ثور میاشتې په دویمه نېټه د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانېستل شي.