د میدانوردګ د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او یوشمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې.
د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس مولوي سیدالرحمن حبیبي میدانښار کې خبریالانو ته وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او یوشمیر موسسو په همکاري یې د دغه ولایت څه باندې ۷ سوه کسانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغهراز زیاته کړه، یادو ځوانانو ته د موټر جوړولو، برښنا، نل دواني، خیاطۍ، لبنیاتو تولید، او مرغدارۍ برخه کې شپږ میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکول کیږي.
حبیبي په خبره، په تېر یوه کال کې یې شاوخوا زر کسانو ته د کار جوازونه هم وېشلي دي.
د هغه په خبره تازه په مرکز میدانښار کې شاوخوا سل بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتون هم پرانېستلی ده چې یادو ماشومانو ته پکې د لیک لوست زمینه هم برابره شوې ده.
د مسلکي زدهکړو یوشمېر زدهکوونکي بیا ټینګار کوي چې له زده کړو وروسته باید کار او ټولنیزو چارو ریاست ورته خپل ولایت کې د کارکولو زمینه برابره کړي.