Asset 1SWN

سلام وطندار

له کندهار څخه بهر ته څه باندې ۶۰۰۰ ټُنه انار صادر شوي

IMG-20241016-WA0037

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال له دغه ولایت څخه ۶۰۱۵ ټُنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امریت د معلوماتو پر بنسټ، سږکال د لوی کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته (۶۰۱۵) ټنه انار صادر شوي او تمه کېږي چې د نورو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، عربي متحده امارات، هند، انګلستان، قرقیزستان، لبنان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې له دغه ولایت څخه انار صادر شوي دي.

د نوموړي په وینا، نږدې ورځو کې به یوشمېر نورو هېوادونو ته هم صادرات پیل شي. محمدحنیف حقمل همداراز وویل چې لاهم یادو هېوادونو د انارو صادرات روان دي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند وویل: «دا چې سږ کال یو اي کال و، کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې اوبه زیاتې وې، د نِیکه‌مرغه د انارو ناروغۍ کمي وې، نو په همدې لامل د انارو حاصلات زیات دي او تمه‌شته چې د هېواد څخه به بهر هېوادونو ته زیات صادرات ولرو»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د کندهار انار د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو ته صادر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام