د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد الجزیرې سره مرکه کې ویلي، د اردو مسلکي کولو او پیاوړتیا لپاره ډېر پلانونه لري.
هغه دغه مرکه کې وايي، دامهال په لواګانو کې هره میاشت کې سلګونه سرتیري فارغ کیږي او اسلامي امارت یوې پیاوړې، پرمختللې، امنیتي ذهنیت لرونکې اردو جوړولو ته ژمن دی.
د هغه په وینا، داعش افغانستان کې ځای نهلري او امنیت تر بل هر وخت ښه تامین شوی.
نوموړي دغه مرکه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د دوحې تړون ته ژمن دي او هیڅوک نهشي کولی ثابته کړي چې امریکا، متحدین یې، یا کوم بل هیواد له افغانستان څخه ګواښل شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمد یعقوب مجاهد وویل: «په سیاسي او اقتصادي برخو کې له متحده ایالاتو سره اړیکې پر افغانستان د بندیزونو په لرې کولو متمرکزې دي. موږ امریکا او د ناټو غړو سره هیڅ امنیتي اړیکې نهلرو. موږ له چین او روسیې سره هېڅ امنیتي او نظامي تړونونه نهلرو.»
د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې، هغه داخلي ننګونې چې افغانستان ورسره مخ دی، پایته رسېدو ته نږدې شوي او د اسلامي امارت اوسنۍ ستراتیژي له ټولو هغو کسانو سره په مقابله تمرکز کوي چې د افغانانو امنیت ګواښوي.
دی وايي، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې سقوط په نظم بدل کړ او د امنیت په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري.
د هغه په وینا، د ملي دفاع وزارت چې یو وخت په کې ګډوډۍ وې، اوس منظم او پیاوړی شوی دی.