د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د سفر پرمهال د قطر د وزیرانو شورا مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس آلثاني سره لیدلي.
د دفاع وزارت ویلي چې دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث وشو.
همدارنګه دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ، د سیمې او نړۍ پر وروستیو پېښو او تحولاتو هم خبرې وکړې.
محمد یعقوب مجاهد پر قطر د اسرایبل وروستی برید غندلی او ویلي: «په دې سختو شرایطو کې افغانستان د قطر ترڅنګ ولاړ دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د سفر پرمهال د هغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره هم لیدلي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره ورځ وویل، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو بحث اوخبرې شوي.
هغه ویلي چې دغه لیدنه کې له قطر سره دا په همدردۍ او ملاتړ ټینګار وشو.