د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم اذربایجان ته د سفر پرمهال هغه هېواد سره د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ګډ سفر په لړ کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي النور محمدوف سره لیدلي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللي او ویلي، د متقابلو ګټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
دواړو خواوو همدارنګه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو پر ضد مبارزه او د اداري فساد لهمنځه وړلو هڅې ستایلي او ویلي، اذربایجان اسلامي امارت سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.