Asset 1SWN

محمد نعیم د ایران سفیر سره د کډوالو ستونزو پر حل خبرې کړي

GsqNevwWAAAlGKh

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، جوزا ۱۵) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لوریو ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث او خبرې کړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، محمد نعیم له تاریخي، سیاسي او فرهنګي اړخه د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ژورې بللي او د افغان کډوالو د کوربتوب او د اسلامي امارت د ملاتړ له امله، له ایران څخه مننه کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

دغه کتنه کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم د اسلامي امارت او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا مهم ګام بللی او افغانستان سره یې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې ایران او اسلامي امارت تېرو نژدې څلورو کلونو کې نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سفیران هم تبادله شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام