Asset 1SWN

د کډوالو چارو وزارت: تېرکال مو له بهره د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه راانتقال کړي

F3E3RTLWIAAF2T8

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې له بېلابېلو هېوادونو د افغان کډوالو ۸۰۰ جسدونه هېواد ته رالېږدولي دي.

د  دغه وزارت د مسوولانو په وینا، یاد افغانان د بېلابېلو لاملونو له کبله بهرنیو هېوادونو کې مړه شوي وو چې دې وزارت یې جسدونه هېواد ته انتقال کي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري اتلسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د تېر یوه کال راپور وړاندې کولو پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دې پروګرام کې وویل چې دوی تېر کال ۲۹۰۰ افغانان چې بهرنیو هېوادونو کې د انساني قاچاق ګواښ سره مخ وو، بېرته هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمدارسلا خروټي وویل: «تېر کال د دغه وزارت د څانګو له لارې د هېوادوالو ۸۰۰ جنازې چې بهرنیو هېوادونو کې وفات شوي وو، هېواد ته انتقال کړي دي.»

ملت د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یاد وزارت مسوولانو همداراز وویل چې دامهال هېواد کې درې میلیونه بې‌ځایه شوي او شاوخوا اووه میلیونه افغانان هم له هېواده بهر کډوال دي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال ۹۵۲زره او ۵۸۹ کسان له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي او ۱۶۰زره بې‌ځایه شوي هم خپلو مېنو ته ستانه شوې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «د کډوالۍ مسله بشري ده او نړۍ هم باید دې مسلې ته له بشري اړخه باید وګوري، له بده مرغه چې سیاسي استفاده کېږي، خو موږ ډېر راپورونه ترلاسه کړي چې د اوکراین له جګړې وروسته له افغانانو کورونه اخیستل شوي او اوکراینیانو ته ورکړل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېر کال نږدې ۳۰۰۰ افغان بندیان د پاکستان او شاوخوا ۱۰۰۰ بندیان د ایران له زندانونو ازاد او افغانستان ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام