Asset 1SWN

سلام وطندار

ټولګټو وزارت: د ارملک ـ لامان حلقوي سړک چارې بشپړې شوې

ارمالک ـ لامان حلقوي سړک

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، د ارملک ـ لامان ۵۲ کیلومتره سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، د ۳.۸ میلیون ډالرو په لګښت یې د پاتې برخې چارې بشپړې شوې.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن (جمعه، قوس ۲۱) ویلي، دغه سړک د هرات له کرُخ ولسوالي د بادغیس ولایت تر لامان سیمې پورې غځېدلی او د پروژې ټول کارونه چې په‌کې د شولډرونو جوړول، ویالې، ګاردریلونه، پلګوټي، درې لوی پلونه او استنادي دېوالونه شامل دي، بشپړ شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلی حق‌شناس وايي، دغه پروژه په پیل کې د ۶۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ودانیز شرکت سره قرارداد شوې وه چې د دوو برخو کار یې د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي سره د ۶۰.۸ میلیون ډالرو په لګښت بشپړ شو.

د سړک پاتې برخه چې ۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري او قرارداد یې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د ۳.۸ میلیون ډالرو په ارزښت له «سندریلا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره تمدید شوی وو، دا مهال یې رغنیزې چارې بشپړې شوي.

د هغه په وینا، له دې سره د حلقوي سړک یوه حیاتي برخه بشپړه شوه چې د تګ راتګ اسانتیاوې، د لېږد لګښتونو کمېدل، د سفر د وخت لنډېدل او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیاوړتیا کې مهم رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام