د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې په کې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی.
د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل سلاموطندار ته ویلي، دغه وزارت د ملاریا د مخنیوي او کنټرول لپاره ټول هېواد کې تدابیر پلي کړي.
ده وویل، چې په ځانګړي ډول یې په ختیځو ولایتونو کې د درملنې خدمتونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل کړي.
«ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار کې، ۱۴۴ روغتیايي مرکزونه شته چې د ملاریا ناروغانو ته د درملنې خدمتونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کوي. په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي. هڅه کوو دا شمېر لا راکم کړو، په هغو سیمو کې چې پېښې لوړې دي، دواپاشي ترسره کوو او پشهخونې وېشو.»
د روغتیا نړیوال سازمان د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له درې پر څلورو زیات وګړي په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
یاد سازمان د تېرو دوو میلادي کلونو د ملاریا لوړې کچې ته په اشارې سره، د ۲۰۲۶ کال لپاره هم د دې ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسېدونکي تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.
بلخوا، د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم د ګرمو میاشتو په رانږدې کېدو سره د ملاریا د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لغمان دوه اوسېدونکي محمدالله او مصطفی وايي، هر کال د اوړي په موسم کې د دوی د استوګنې ځایونو ته نږدې د ولاړو اوبو ککړتیا لامل کېږي چې خلک پر بېلابېلو ناروغیو، له هغې ډلې په ملاریا اخته شي.
«زموږ سیمه کې اوبه ولاړې پاتې کېږي او هر کال د دوبي په موسم کې د همدې چاپېریالي ککړتیاوو له امله زموږ په کورنۍ کې دوه ـ درې کسان د ملاریا او نس ناستې په ناروغیو اخته کېږي.»
«په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، د وېالو اوبه د تېرېدو لاره نه لري. د دوبي په موسم کې دا حالت زموږ په سیمه کې د مچانو د زیاتېدو لامل کېږي. موږ له دولته غواړو چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره لومړی دواپاشي وکړي او وروسته وېالې تنظیم کړي، څو ولاړې اوبه له چاپېریاله لرې او بهېدونکې شي.»
په همدې حال کې، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټران د ملاریا د مخنیوي لپاره د خلکو له لوري د وقایوي تدابیرو عملي کول مهم بولي.
د کابل یوه روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فرهاد وزیري وايي، د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول، د مچیو جال کارول او د ګرمو میاشتو پر مهال د کورونو دواپاشي کول کولی شي د ملاریا د خپرېدو مخه ونیسي.
«له پشهخونې څخه دې کار واخیستل شي. د ساري ناروغیو په اړه دې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، ولاړې اوبه دې له منځه یووړل شي، کړکۍ دې جالۍ شي او د اړتیا په صورت کې دې د مچانو ضد سپرې وکارول شي. که څوک له یوې سیمې بلې سیمې ته ځي، د مخنیوي لپاره دې وقایوي ګولۍ وکاروي.»
دې سره، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که د مخنیوي اقدامات، درملنه او د روغتیايي شریکانو ترمنځ نږدې همغږي دوام وکړي، افغانستان کولی شي د ملاریا پېښې راکمې کړي.
یاد سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې شاوخوا ۷۷ سلنه د افغانستان وګړي د ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.