Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت: دوو میاشتو کې ۳۰۰۰ ماشومان پر شري اخته شوي

شری

د افغانستان د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال هېواد کې څه باندې درې زره ماشومان پر شري ناروغي اخته شوې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته وايي، په کور دننه د بې‌ځایه شویو شمېر لوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو د زرګونه افغانانو بېرته راستنېدو، روان کال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «البته سږکال تایید شوې پېښې ډېرې دي، سږکال څه باندې درې زره پېښې ثبت شوي دي. د تېرکال په پرتله د شري مشکوکې پېښې هم ډېرې دي. لامل یې کورني‌ بې‌ځایه شوي او بېرته راستانه شوي دي. د مخنیوي لپاره مو ډېر کمپاینونه جوړ کړي، په لروپرتو سیمو کې هم کمپاینونه کړي.»

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان هم تېره ورځ ویلي، د روان میلادي کال د لومړیو څلورو میاشتو پرمهال یې افغانستان کې د دغه سازمان د درملنې مرکزونو کې پر شري اخته شاوخوا ۵زره پېښې ثبت کړي دي.

کابل کې د ماشوم د روغتیا اندراګاندي روغتون ډاکټران هم وايي، د وروستیو درېوو میاشتو پرمهال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو کچه ۹۰سلنه زیاته شوې.

بهاره چې خپل دوه‌کلن ماشوم یې د درملنې لپاره یاد روغتون ته راوستی، سلام‌وطندار ته وویل: «لس ورځې کېږي چې تبه لري، نارامه دی او خوب یې ډېر دی، اسهالات هم لري. د وراره لیدو ته مې تللې وم، له هغه شری ورته انتقال شوی دی.»

د کورنیو بنسټونو ترڅنګ، یوشمېر نړیوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان کې په ساري ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی.

تېره ورځ افغانستان کې د یونېسف د پولیو پروګرام مشر تورخم څخه د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې چې د بېرته راستنېدونکو ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د تطبیق لپاره دي جدي ګامونه واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت هم نورو ماشومانو ته د پولیو ویروس د لېږدېدو په اړه وايي، دغه وزارت سرحدي سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ویروس د انتقال مخنیوي لپاره ټول امکانات په کار اچولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام