د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، د هېواد په سطحه هغه کان کیندنې چې د دغه وزارت له قرارداد یا اجازهلیک پرته ترسره کیږي، غیرقانوني او جرم دی.
دغه وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغو کسانو او ډلو سره به چې په خپلسره توګه کان کیندنې کوي، جدي چلند وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه کاني مواد چې په تېرو وختونو کې په غیرقانوني توګه استخراج شوي، د دې پالیسي له انفاذ وروسته، د ۶ میاشتو په موده کې تشخیص او ثبتوي او اړونده ولایتونو کې د قراردادي شرکتونو د رویالیټي اوسط په پرتله دوه چنده رویالیټي په محاسبې سره د کاني موادو د پروسس او صادراتو پالیسي په پام کې نیولو سره د انتقالاتو او صادراتو اجازه ورکوي.
خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې غیرقانوني کان کیندونکي خپل کاني مواد په یاده موده کې له کانونو او پټرولیم وزارت سره ثبت نهکړي، بیا د ثبت او انتقالاتو غوښتنه نهشي کولی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې د تخار د چاهآب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او د سرو زرو د کان کیندونکي شرکت مسوولانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نښته وشوې چې له امله يې، د سيمې ۳ اوسېدونکي او د شرکت يو کارکوونکی شهيد شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند عدالمتین قانع دوه ورځې وړاندې وویل، د وژنې په تور شکمن کسان چې يو يې د ياد شرکت د امنيتي کارکوونکو له ډلې او بل يې د سيمې له اوسېدونکو څخه دی، د پوليسو له لوري نيول شوي.
د هغه په وینا، وضعيت عادي حالت ته راګرځېدلی او دامهال په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د تخار ولايت د والي مرستيال هم يادې ولسوالۍ ته تللی، څو د دغې پېښې څرنګوالی له نږدې وڅېړي.