د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده شوې.
یاد وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اړوند امنیتي ځواکونو د هېواد جوماتونو، تفرېح ځایونو او عمومي لارو امنیت نیولی و او هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده رامنځته شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه وزارت لیکلي: «د کوچني اختر ورځې د هېواد په ګوټګوټ کې د امن په فضا کې ترسره شوې؛ د هېواد ملي پولیسو د نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه، په خپل فعاله شتون د هېواد په جوماتونو، عمومي سیمو او تفریح ګاو کې، امنیت په سم ډول نیولی وو او له نېکهمرغه چې هیڅ امنیتي پېښه رامنځ ته نشوه.»
له اختر دوه ورځې وړاندې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټينګښت په موخه ګڼشمېر امنیتي سرتېرو ځای ځای چکپواینټونه جوړ کړي وو.