Asset 1SWN

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۱۰سلنه کم شوي

لارۍ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان له یوشمېر هېوادونو سره ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې سوداګریزې راکړې ورکړې له ډلې څخه ۴ میلیارده او ۹۱ میلیونه ډالره یې، واردات او ۵۰۹ میلیونه ډالره یې صادرات دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه راکمه شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلام‌وطندار ته وویل، روان لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو د کمېدو یو لامل د پاکستان له‌خوا د دوه اړخیزو سوداګریزو تړونونو نه مراعتول دي.

نوموړي وویل: «په داسې مهال چې د ۱۴۰۲ کال په پنځو میاشت کې د هېواد صادرات شاوخوا ۵۶۸ میلیونه ډالره او واردات هم ۳،۲۱۱ میلیونه ډالر و چې د تېرکال په پرتله لس سلنه کموالی ښيي. لامل یې هم د صادراتو کمښت او سوداګریزو هوکړو ته د پاکستان نه ژمنتیا ده.»

د دغه وزارت د مسوولانو په خبره، روان کال تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، اوزبیکستان، ایران، ترکیې، چین، عراق، قرغزستان، امریکا، سعودي عربستان، اسپانیا، هالنډ، روسیې، المان، بلجیم، انګلستان او کاناډا ته شوي دي.

روان کال افغانستان تر ډېره پنبه، سکاره، ممیز، غیرالکولي مشروبات، زعفران، د میوو جوس، بادام، پیاز، ځینې نور طبي بوټي او وچه انځر صادر کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب‌الله صافی سلام وطندار ته وايي، له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په سیاسي او امنیتي ستونزو پورې تړلې او په وینا یې، دا کار له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ راتلونکې له ننګونو سره مخ کوي.

هغه وویل: «پاکستان کې پوځي، سیاسي ستونزې لامل کېږي چې لارې بندې شي او په اوږدمهال کې یې، پر دوه اړخیزه سوداګري منفي اغېز کړې، د بېلګې په توګه ۲۰۲۱۴ کې تقریبا درې میلیارډ ډالر له پاکستان سره راکړه ورکړه درلوده او دا کال په کال کمېېږي.»

له تېرو شلو ورځو راهیسې د قومي شخړو له امله د افغانستان له صادراتي محصولاتو ډکې سلګونه لارۍ پاکستان کې درول شوي او افغان سوداګرو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب‌الله صافی په دې اړه زیاتوي: «زموږ غوښتنه ده چې دا ستونزې هوارې شي، پاکستان کې کوکوخېلو قوم لاره بنده کړې او باید دا درک شي چې دا یوه معمولي لاره نده چې بنده شوې، بلکې یوه سوداګریزه لاره ده.»

د چارو یوشمېرکارپوهان وايي، راتلونکي کې د افغانستان د صادراتو د کچې د راټیټېدو د مخینوي لپاره باید د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا، د صادراتو لپاره د بدیلو لارو پر موندلو او د پاکستان په لاره کې د شته ننګونو پر هوارولو تمرکز وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وویل: «اړتیا ده چې لومړی باید کورني کارونه سم کړو، بیا بدیلو لارو باندې فکر وکړو، که موږ د صادراتو لپاره څه ونه‌لرو، لارې په درد نه‌لګېږي. مثلا کرنیز محصولات زموږ عمده صادرات دي او د مدیریت لپاره یې، باید سړې‌خونې برابرې کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دامهال د افغانستان ډیری صادرات د پاکستان له لارې کیږي او د بديلو لارو موندلو هڅو تراوسه کومه مثبته پايله نه ده ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام