د هند د بهرنیوچارو وزارت مسوولان وايي، کابل کې د دغه هېواد پلاوي د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ، د چابهار بندر د کارولو پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي.
د هند بهرنيوچارو وزارت وياند رندهیر جېسوار یوې خبري غونډي ته وویل چې د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د استازي جيپي سينګ په مشري د دغه هېواد پلاوي د سرپرست حکومت له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چابهار له بندره د افغانستان د ګټېاخیستنې په اړه خبرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي: «کابل کې د هند پلاوي د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست، د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سره کتلي. دغو کتنو کې پر دې خبرې وشوې چې افغان سوداګر له چابهار بندر څخه د وارداتو او صادراتو په برخه کې څه ډول ګټه پورته کړي.»
د سرپرست حکومت مسوولان دې ته په اشارې سره چې افغانستان دامهال له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ لپاره کار اخلي، وايي، د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره به له هرې شته لارې او امکاناتو ګټه پورته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلاموطندار ته وویل: «اوس چابهار بندر کې موږ له هند او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو سوداګري روانه ده، له ګاونډویانو سره ټولو بندرونو کې چې موږ ترې استفاده کوو، غواړو چې له بېلابېلو لارو سوداګري روانه وي او زموږ د سوداګرۍ پر وړاندې هېڅ خنډ شتون ونهلري.»
له چابهار بندره د افغانستان د ګټېاخیستنې خبرې داسې مهال کېږي چې دغه برخه کې شته ننګونې نهدي لرې شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل، له چهابهار بندر څخه د پام وړ ګټېاخیستنې لپاره اړینه ده چې د یاد بندر بانکي او بنسټیزې ستونزې هوارې شي.
الکوزي وویل: «دې بندر کې ځینې ستونزې شته، لومړی دا چې دا بندر نړیوال کوډ نهلري او دې برخه کې تعزیرات شتون لري چې د پیسو حواله دې لارې ستونزمنه ده، دویم د بندر ظرفیت هم ښه نهدی او یو سېسټم باید جوړ شي. تخنیکي ستونزې باید هوارې شي چې تراوسه نهدي شوي او نورې ستونزې چې دا لاره اوسپنې پټلۍ نهلري او د توکو لېږد ستونزمن دی.»
افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې له چابهار بندر څخه سوداګریزه ګټه پورته کړي؛ خو دغو هڅو تراوسه د پام وړ نتیجه نهده ورکړې.