د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وویل، د سږکال د حج مراسمو لپاره هر حاجي څخه ۲ لکه او ۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې ټولیزه اندازه یې ۸ میلیارد او ۲۷۸ میلیون او ۷۷۷ زره افغانۍ کیږي.
هغه نن (سهشنبه، د اسد ۱۴) د دغه وزارت د تېر یو کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، له یاد شمېر څخه ۱۱۵ میلیون او ۴۶۴ زره او ۷۸۲ افغانۍ اضافه شوي چې هر حاجي ته به ۳۹۳۶ افغانۍ بیرته ورکړل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، حاجیان کولی شي سر له سبا چهارشنبې د پاسپورت او تذکرې په لرلو سره د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره د حج او اوقافو وزارت او یا د خپل ولایت د حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاته کړه چې دغه وزارت ژمن دی چې په ارشادي، اوقافي او حج برخو کې غوره، شفاف او د باور وړ خدمتونه وړاندې کړي.