د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي، یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د ښځو حقونو مسله د تبلیغاتو او سیاسي فشار په توګه کاروي.
د دغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د ۱۷هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې ټينګ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټینګار کوي چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي. «دا ادعا چې افغانستان د ښځو لپاره یو له تر ټولو ځپلوونکو هېوادونو څخه دی، سیاسي تبلیغات او فشار دی او دا په دوامداره توګه له حقایقو سترګې پټول دي. د افغانستان خلکو دوو لسیزو کې د دې ادرسونو څخه د دوی ادعاوې او عملونه لیدلي دي، نو له همدې امله دوی پرې باور نهکوي.»
د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو او اروپايي ټولنې د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کړې.
د دغې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې. دغه اعلامیه د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه هم خپره شوې.
د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو دغه اعلامیه کې افغانستان کې د اسلامي امارت لهخوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او افغانستان يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه یو ترټولو ځپوونکو هېوادونو په ډله کې شمېرلی دی.
دوی د سرپرست حکومت د هغو فرمانونو د لغوهکېدو غوښتنه هم کړې چې افغانستان کې یې، د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز لګولی دی.