Asset 1SWN

سلام وطندار

بهرنیوچارو وزارت: د بندیزونو لرې‌کولو برخه کې پرمختګ شوی

GX0aWQNWAAAiDPn

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لرې‌کولو او له تورنوملړ څخه د یو‌شمېر افغان چارواکو د نومونو اېستلو برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۲۹مه کابل کې د خپلو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح‌ پروګرام کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

چارواکي زیاته کړې چې تېرکال کې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د مدیریت په اړه اړین اقدامات شوي او هڅه شوي، څو له افغان دیپلوماتانو سره د منل شویو نورمونو او اصولو له مخې چلند وشي.

د دې ترڅنګ تېرکال لسګونه افغان ډيپلوماتان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، قطر او متحده عربي اماراتو ته وروپېژندل شوي او د یادو هېوادونو له‌خوا منل شوي دي.

د تعامل او همکارۍ د کچې لوړولو په موخه د سرپرست حکومت چارواکو ته ۴۶ سفرونه برابر شوي او د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ۲۵ مهمې ناستې شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرکال کې په ټولیز ډول ۲۸۳۲۱۰ پېژندپاڼې او وثایق تصدیق او صادر شوي او ۴۱۹۵۹ بهرنیو اتباعو ته ویزې ورکړل شوي دي. همداراز ۹۷۵۵۶ پاسپورتونه وېشل شوي او ۴۲۶۱۴۱ پاسپورټونه تمدید هم شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه وزارت چارواکي وايي، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعاملاتو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د پیاوړتیا، د صنعت سکتور پیاوړتیا او د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته پاملرنه، د اقتصادي پروژو پلي کول، د بشري مرستو راجلبول، د تېرکال له مهمو اجراتو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام