Asset 1SWN

د مالیې وزارت: یوه میاشت کې ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل مسترد شوي

بې‌کیفیته تېل مسترد ور ګرځولي

د مالیې وزارت ویلي چې سرطان میاشت کې یې د هېواد له یوشمېر ګمرکونو ۱۶۶ ټانکره بې‌کيفيته تېل بېرته مسترد کړي.

دغه وزارت نن (یکشنبه، اسد ۱۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مسترد شویو نفتي توکو له ډلې ۱۶۱ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پټرول له نیمروز بندر او ۳ ټانکره پټرول د کندوز له شېرخان بندر څخه بیرته ګرځول شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مالیې وزارت د ټاکل شویو معیارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د واردولو زمینه برابروي او د بې کیفیته توکو له واردولو مخنیوی کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مالیې وزارت تر دې وړاندې هم ایران او یوشمېر نورو هېوادونو ته لسګونه ټانکره بې‌کیفیته تیل مسترد کړي دي.

د راپورونو پر اساس، څه موده مخکې د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ټیکاو او د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام