Asset 1SWN

د انرژۍ او اوبو وزارت: روان کال د پروژو پلي‌کولو لپاره بودیجه نه‌لرو

۴۴۴۴۴۴

د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولان وايي چې روان کال دغه وزارت ته د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت برخه کې د پروژو د پلي‌ کولو لپاره کافي بودیجه نه‌ده ورکړل شوې.

د دوی په وینا، دغه وزارت روان مالي کال کې د شاوخوا ۴ سوه پروژو د تطبیق لپاره له مالیې وزارت څخه د څه باندې لس میلیارډ افغانیو بودیجې ورکولو غوښتنه کړې؛ خو له دې جملې څخه یوازې ۳،۷ میلیارده افغانۍ دغه وزارت ته ځانګړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه د زمري ۲۶مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

د اوبو او برښنا وزارت کې د اوبو د پروګرام مشر رفېع‌الله ستانکزي دې ناسته کې وویل: «په ټولییزه توګه ۴۱۱ پروژې دا وزارت تر لاس لاندې لري چې ۱۰،۲ میلیارډ افغانۍ اړتیا لري. موږ روان کال کې د مالیې وزارت څخه بودیجه وغوښته، خو وزارت یوازې ۳،۷ میلیارډ افغانۍ بودیجه ځانګړې کړه.»

په ورته وخت کې د اوبو او برښنا وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر یوه کال کې دغه وزارت له اوو بهرنیو شرکتونو سره د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې په موخه ۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ، هېواد کې د وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو له امله کافي اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه په بې‌ساري توګه کمه شوې؛ خو د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وایي، د اوبو د مدیریت او د اوبو د کمښت له بحران سره د مقابلې لپاره یې یو لړ پلانونه طرحه کړي.

د دوی په وینا، د اوبو د کمښت بحران تېرو کلونو کې د پخواني حکومت د بې‌غورۍ له امله رامنځته شوی.

د اوبو او برښنا وزارت د اوبو د تنظیم څانګې رییس نعمان نثار په دې اړه وویل: «کابل کې د پاکو اوبو مسله یادېږي چې دا مسله مهمه ده او وضعیت یو او دوه کاله پخوا نه دی. له بده‌مرغه چې تېرو لسیزو کې دې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې او اوس په یوه ناورین بدله شوې ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې له کلونو راهیسې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کمښت په اړه شکایتونه موجود دي او دا ستونزه کال په کال زیاتیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام