Asset 1SWN

سلام وطندار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: هېوادوال بايد د هېچا تر تبليغاتو لاندې رانشي

IMG-20251128-WA0018

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شېراحمد حقاني پکتيا کې د نښتر په نوم د يو ادبي بهير له لوري د «ازادۍ اتلان» په نوم د ليکل شوي کتاب د مخکتنې په غونډې کې خبرې کولې وويل چې ځوانان او په ټوله کې افغانان بايد د هېچا تر منفي تبليغاتو لاندې رانشي او يوازې اسلامي فکر او احکام ومني.

هغه له ليکوالانو او څېړونکو غوښتنه وکړه چې د راتلونکي نسل لپاره بايد داسې کتابونه وليکي چې د اسلام د دين او د هغه خدمت‌ګارانو په تړاو معلومات وړاندې شوي وي.

په ياده غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مرستيال مولوي عزيزالرحمن وويل چې د اسلامي امارت اوسنی نظام په سياسي لحاظ مستقل او د هېچا تر اغېز لاندې نه‌دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د اوسني نظام د داخلي او بهرني پاليسي خپله او مستقله ده او د هېچا تر اثر او رسوخ لاندې نه‌دی.

هغه دغه‌رازه زياته کړه چې نړيوالې رسنۍ دې لپاره کار کوي، څو د هرې برخې افغان مسلکي کسانو ته د کمتري فکر ورکړي، خو هغه ډاډ څرګند کړ چې اسلامي امارت په ټولو مسلکي او متخصصو افغانانو باور لري.

د نښتر ادبي بهير مسوول قاري عزت‌الله مخلص وويل چې د ازادۍ اتلان په نوم کتاب کې د هغو ۱۰۱ کسانو د ژوند ليکونه او خاطرې راټولوې شوې چې په تېر شلو کلونو کې د اسلامي امارت په ليکو کې قرباني شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام