هرات کې یو شمېر نجونې هره ورځ په یوه کوچني هنري کارځای کې راټولېږي، څو د میناتورۍ د هنر له لارې ساده لوښي د کلتور، طبیعت او ژوند په رنګینو روایتونو واړوي.
دغه نجونې په یوه ارامه فضا کې چې د رنګ او د لوښو د خاورې بوی په کې خپور دی، ګلان، تاریخي ودانۍ او دودیزې صحنې پر لوښو رسموي، هغه نقاشي چې هر یو د دوی د پنځونکي ذهن او د ژوندیو تجربو انځور وړاندې کوي.
د دغو هنرمندو نجونو له ډلې زهرا اکبري چې د دې کارځای له کارکوونکو ده، باور لري چې میناکاري یوازې یو هنري فعالیت نهدی، بلکې د احساساتو څرګندولو او د کلتوري هویت د ساتنې یوه لار ده.
«اوه میاشتې کېږي چې دې کارځای ته راغلې یم او له هنر سره مې مینه لامل شوه چې دې لوري ته راشم. داسې ځای ته راتلل چې هم رنګین هنر پهکې وي او هم نجونې، د ټولو پر روحیې ډېر ښه اغېز لري، خو که په کور کې پاتې شو، خپګان رامنځته کېږي. بهر وتل، کار کول او یو ځای اوسېدل د خوښۍ لامل ګرځي.»
ډېری هغه ښځې او نجونې چې په دې کارځای کې سره راټولې شوي، د محدودیتونو له امله له زدهکړو او یا هم له کار محرومې شوي.
دغه نجونې وایي، هغه چاپېریال چې په دې کارځای کې ورته برابر شوی، هغوی له ګوښهوالي لرې کړي او رواني فشارونه یې هم کم شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عایشه چشتي د دې کارځای بله کارکوونکې ده او وایي: «زدهکړې مې کولې، خو کله چې تعلیمي محدودیتونه ولګېدل، دې ځای ته راغلم او د نقاشۍ کار کوم، چې زما پر روحیه یې ډېر مثبت اغېز کړی.»
د دې کارځای یو شمېر نجونې دغه هنر د خپل ټولنیز او اقتصادي حضور لپاره یوازینۍ پاتې لار بولي چې کولی شي د فردي هویت د ساتنې ترڅنګ، د مالي خپلواکۍ لپاره هم یوه دریڅه پرانیزي.
د دې هنري کارځای کارکوونکې عاصیه کاکړ په دې اړه وایي: «د افغانستان اوسني شرایط سخت دي او ښځو د تګ لپاره ځای نه درلود، یوازینۍ دروازه چې د ښځو پر مخ پرانیستې وه، د هنر دروازه وه او زما په اند له اقتصادي پلوه هم دا کار ګټه لري.»
په همدې حال کې، د دې هنري کارځای مسوول قریش ملکزاده د دغې فضا د رامنځته کولو موخه د ښځینه هنرمندانو ملاتړ او د هنري اثارو د تولید، زدهکړې او بازارموندنې لپاره د زمینې برابرول بولي.
هغه وایي، دامهال په دغه کارځای کې ۲۵ ښځې د لوښو پر مخ د میناتورۍ هنر زدهکوي او د دغو اثارو پلور د یو شمېر ښځو لپاره د عاید په سرچینه بدل شوی.
هغه زیاتوي: «له صفره تر سله زه خپله هم رییسه یم او هم کارګره. نږدې نهه کاله کېږي چې دا کار مې پیل کړی، ۲۵ زدهکوونکې لرم او وروسته هغوی ځي، خپل کارځایونه پرانیزي او نورې شاګردانې جذبوي.»
په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو لپاره ټولنیز او اقتصادي فرصتونه محدود شوي، دغه کارځای د خلاقیت او هیلې په یوه پناهځای بدل شوی، هغه ځای چې د لوښو پر مخ میناتوري نه یوازې یو تزئیني نقش، بلکې د زغم، هویت او د ښځینه هنرمندانو د نهخاموشېدونکي غږ سمبول ګڼل کېږي.