Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د وزلوبې سیالي وشوې

574556133_122128913138976858_794537001809569018_n

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د لسګونه غوره ورزشکارانو ترمنځ وزلوبې سیالي وشوې.

د دغه ولایت له بدني روزې او ورزش امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالي د مرکزي بهسودو ولسوالي په «کوه بیرون» سیمه کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو له جوړېدو څخه موخه وزلوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغو سیالیو په پای کې علی جمع پهلوان اعلان شوی اخرلاق تر ټاکلې دایرې ورساوه او د سیالي ګټونکی شو.

هېره دي نه وي چې له دې وړاندې هم د وزلوبې فدراسیون له لوري په میدان وردګ ولایت کې ورته د وزلوبو سیالۍ جوړې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام