د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن یکشنبه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
د هوا پېژندنې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، پنجشېر، بغلان، زابل او ارزګان شاملیږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې ووسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه په سویلي، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې یوشمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي دي.


