د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ۶.۸ میلیون افغانان له ګاونډیو او نورو هېوادونو په جبري او داوطلبانه ډول راستانه شوي.
هغه نن (یکشنبه، قوس ۳۰) د دغه وزرات له لوري د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې چارو بشپړولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو د رامنځته شوې کاري ګروپ ګډه ناسته کې وویل، تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱.۳ میلیون افغانان د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي هم دي.
مولوي عبدالکبیر یاده ناسته کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د داخلي بېځایه شوو شمېر لوړ شوی او د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بېځایه شوو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه اوسي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو ترمنځ به د همغږۍ ترڅنګ، د مرستو جلب، اړتیاو پېژندل او کاري ساحه روښانه کړي.
د کډوالۍ د دایمي حل د طرحې مسودې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.