Asset 1SWN

لوګر کې یو نوی ښوونځی پرانېستل شو

e1cf385c-4b63-41a2-8abb-8d936383d5f3

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د پل‌علم ښار اړوند د الوزیو په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د حضرت ابوعبیده بن الجراح په نوم یو نوی ښوونځی د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوی دی.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل: «یاد ښوونځی د ولسي وګړو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د ماشومانو د لیک لوست د اړتیا له مخې پرانېستل ش چې پوهنې ریاست ورته نوي ښوونکي ګمارلي دي او د یاد ښوونځي ټولې اړتیاوې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، دغه نوی تاسیس شوی ښوونځی د لنډمهال لپاره د ودانۍ تر جوړېدو په یوه شخصي کور کې فعال شوی چې ډېر ژر به ورته پوهنې ریاست نوې ودانۍ جوړه کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په یاد ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکو ته د لیک‌لوست زمینه برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام