Asset 1SWN

د لوګر ورزش‌کارانو «MMA» سیالیو کې پاکستاني ورزش‌کاران مات کړل

0acb2e46-c232-450d-b2bc-0fb6b281efba

د لوګر بدني روزنې او سپورت ادارې مسوولا وايي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د اته ولایتونو او پاکستاني ورزش‌کارانو ترمنځ د رزمي «ازادو سیالیو» یوه ورځنۍ لوبې وشوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت ادارې امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په جوړو شویو سیالیو کې لوګر، کابل، کونړ، ‌میدان‌وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د رزمي ورزش (MMA) لسګونه ورزش‌کارانو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، په جوړو شویو ورزشي سیالیو کې د افغان ورزش‌کارانو ترڅنګ پاکستاني ورزش‌کارانو هم ګډون کړی وو. د نوموړي په وینا، دغه سیالیو کې لوګر ورزش‌کارانو وکولای شول چې پاکستاني ورزش‌کارانو ته ماته ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

د لوګر بدني روزنې او ورزش امر همداراز وویل چې له دغه سیالیو څخه موخه د روزمي ورزش (MMA)  ته وده ورکول، د ورزش‌کارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږي رامنځته کول دي.

دغه ولایت کې د رزمي لوبو پر مهال یوه ورزش‌کار احمدجاوید سلام‌وطندار ته وویل، لومړی ځل دی چې لوګر کې د افغان ورزش‌کارنو ترڅنګ پاکستاني ورزش‌کارانو په ګډون د رزمي ورزش سیالي جوړې شوې دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د رزمي ورزش فدراسیون باید د یاد ولایت په ګډون د بېلابېلو ولایتونو ورزش‌کارانو ته د ظرفیت لوړونې، وسایلو او ورزشي سیالیو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم په دغه ولایت کې د بدني روزنې او سپورت ادارې له لوري د ۳۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال پسرلنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام