د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا کشفي او استخباراتي مسوولانو د تېرې جمعې پر ورځ لوګر کې وسلې او نشهيي توکي نیولي دي.
دغه وسلې مرکز پلعلم او ازرې ولسوالي کې د جلا جلا عملیات پرمهال نیول شوي چې پهکې ۶ مېله سپکه وسله او ۲۲ بستې تصفیه شوي چرس، شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورې پلې لېوا ویاند محمدنوروز ځلاند سلاموطندار ته وویل، دغه عملیات د کشفي او استخباراتي ځواکونو د ځانګړو راپورونو له مخې، په پلعلم او ازرې ولسوالي کې شوې دي چې د عملیاتو په ترڅ کې یو میل کلاشېنکوف، ۵ مېله توفنګچې، د راکت او هشادو دو وسلې ګڼشمېر مهمات نیول شوي دي.
ځلاند زیاته کړه، د عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ بستې پاخه شوي چرس او ۱۴ بوجۍ خام چرس چې شاوخوا سل کیلو ګرمه کېږي، نیول شوي دي.
ده همدارنګه وویل، د یادو وسلو او مهماتو په تړاو تراوسه پورې څوک نهدي نیول شوي.
هېر دې نه وې چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قولي اردو څلورې پلې لېوا کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر مرکز پلعلم، برهکي برک او محمداغې ولسوالیو کې ورته جلا جلا عملیاتونه کړي چې امنیتي ځواکونو ته ګڼشمېر وسلې او مهمات په لاس ورغلي دي.