Asset 1SWN

د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې

لوګر پوهنې ریاست

لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو یوشمېر عامو اوسېدونکو او سوداګرو له پوهنې بهیر سره شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د دغو نغدي مرستو له لارې یوشمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته اداري او تدریسي خونې جوړې شوي دي.

همداراز یوشمېر نورو ته بیا د همدغو خونو د جوړولو چارې پیل شوي، ځینو ته د اوبو او لمریزې برښنا منظم سیستمونه فعال شوي او هم ځینو نورو ته د اړتیا وړ وسایل پېرل شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، شوې مرسته د روان کال له پيل څخه تراوسه د لوګر د علم دوسته خلکو له لوري د پوهنې پراختیا او زده کوونکو ته د لازم چاپیریال برابرولو لپاره شوې ده.

عرب د لوګر له سوداګرو او شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې له پوهنې ریاست سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لوګر یوشمېر اوسېدونکو د پوهنې بهیر د پراختیا په موخه د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره شاوخوا دوه‌نېم میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام