د لوګر د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیریت له لوري تېره ماښام د مرکز پلعلم اړوند د شهیدانو په چوک او د محمداغې ولسوالي په یوشمېر سیمو کې د ناقانوني لېزري څراغونو د مخنیوي په موخه ځانګړي چیکپاینټونه جوړ کړي دي.
د لوګر امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، په یادو چیکپاینټونو کې هغه موټرونه، رېکشاوې او موټرسایکلونه ودرول شول چې غیرقانوني لېزري څراغونه یې نصب کړي وو او دغه څراغونه ترې لرې کړل شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د دغو عملیاتو اصلي موخه د موټرچلوونکو خوندیتوب تامینول، د شپې مهال د ترافیکي پېښو او خطرونو مخنیوی او د ترافیکي قوانینو پلي کول دي.
د هغه په وینا، لېزري څراغونه د نورو موټرچلوونکو د سترګو د اذیت ترڅنګ د ترافیکي نظم د ګډوډۍ لامل ګرځي.
انس له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې له دې وروسته د داسې غیرقانوني څراغونو له کارونې جدي ډډه وکړي او د ترافیکي اصولو او مقرراتو رعایت ته پوره پاملرنه وکړي.