د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو بزګرانو د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره ۱۷۰زره نیالګي مرسته کړې ده.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د مرکز پلعلم، برکيبرک، محمداغې او څرخ ولسوالیو له بزګرانو څخه د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره مېوهلرونکي، غیرې مېوهلرونکي او زینتي نیالګي راټول کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، راټول شوې نیالګي د فوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ملي پراختیا ادارې مسوولانو ته سپارلي دی.
شاهد همدارراز د لوګر له بزګرانو مننه وکړه چې د قوشتېپې ملي کانال د زرغونتیا لپاره یې، د نیالګیو مرسته وکړه، خو ټینګار کوي چې د ولایت بزګران او اوسېدونکي دې په نوي کال کې د خپلو سیمو د زرغونتیا او سرسبزې لپاره نیالګي کېنوي.