د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت د دولتي ښوونځیو له زدهکوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې ده.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، په یادو درسي توکو کې کتابونه، د زدهکوونکو او ښونکو قرطاسیه، د ښوونځيو لپاره خېمې او نور اړین وسایل شامل دي.
عرب زیاته کړه چې دغه درسي توکي به د پوهنې ریاست د یوه ګډ پلاوي له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د دولتي ښوونځيو پر ۵۰زره زدهکوونکو او ښوونکو وېشل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل چې د روان ښوونیز کال په پيل کې پوهنې وزارت هم سلګونه زره ټوکه د ښوونځيو کتابونه په زدهکوونکو وېشلي او تر ډېره په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت ستونزه د پخوا په پرتله راکمه شوې ده.
لوګر دولتي ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي هم خوښ دي چې (UNICEF) له لوري د درسي توکو مرسته شوې، خو ټینګار کوي چې پوهنې وزارت او نړیوال بنسټونه دې په ښوونځيو کې د کتابونو کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره کړي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۴۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې.