Asset 1SWN

سلام وطندار

سیمه‌ییز کړکېچ؛ کابل کې د بیو له لوړوالي د خلکو اندېښنه

خوراکي توکي-بغلان

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچ او په سیمه کې د ایران، امریکا او اسراییلو د جګړې له امله د نورو ناخوالو ترڅنګ، په نړیواله کچه پر بازارونو هم اغېزې کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله، د هېواد یوشمېر اوسېدونکي هم په کورنیو بازارونو کې د خوراکي او سون‌توکو د بیو له لوړېدو اندېښمن دي.

رحمت او ابراهیم، د کابل اوسېدونکي دي. دوی وایي چې د اوړو، غوړو، وریجو او ځینو نورو توکو بیې په وروستیو ورځو او اوونیو کې له ۲۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې لوړې شوي چې دا وضعیت یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

رحمت‌ وویل: «بیې په ټولیز ډول لوړ شوي دي. د هر بورۍ وریجو بیه ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې، په اوړو کې ۲۰ تر ۶۰ او ۷۰ افغانیو پورې بدلون راغلی، او د غوړیو بیه ۱۰ تر ۵۰ افغانیو پورې لوړه شوې؛ موږ اقتصادي توان نلرو چې دا لوړ لګښتونه پوره کړو او د وضعیت په اړه اندیښمن یو ځکه کار نشته.»

ابراهیم وايي: «په دې وروستیو کې د ګازو، وریجو او خوراکي موادو او مصرفي توکو بیې لوړ شوي؛ وریجې چې دوه زره اخیستلو، اوس ۳۵۰۰ ته رسېدلي، غوړي چې ۵۰۰ اخیستل، اوس ۱۲۰۰ ته لوړ شوي، د موټر تیلو بیه لوړه شوې، ګاز چې ۲۴ تر ۲۵ اخیستل، اوس ۳۰ ته رسېدلی. له دولت څخه غواړو چې بیې کنترول کړي ځکه خلک بېوزلي دي او د دې بیو توان نلري.»

بل‌خوا د کابل یوشمېر هټۍ‌وال او د سون‌توکو پلورونکي وایي چې د خوراکي او سون‌توکو بیې نسبي ثبات لري او په وروستیو ورځو کې پکې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

د دوی په خبره، په تېرو دوو اوونیو کې یوازې د بورې بیه لوړه شوې، په هر من کې ۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کابل کې هټۍ‌وال سیف‌الله وايي: «د هیڅ شی بیه نه ده لوړه شوې، پرته له بوری. د نورو توکو بیې ثابته پاتې شوې؛ بوری چې یوه بوجۍ یې ۳۷ ډالر وه، اوس په ۱۵ ورځو کې ۴۸ ډالرو ته رسېدلې؛ د هر من بیه یې ۱۰۰ افغانی شوې، ځکه له هند او ایران څخه راځي.»

کابل کې هټۍ‌وال مهدي وویل: «د یوه بوجۍ اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانی ده؛ د ۵ لیترو مایع غوړي بیه ۵۵۰ افغانی ده؛ د یوه بوجۍ هندي وریجو بیه ۲۴۰۰ ده؛ او د پاکستاني وریجو پیدا کول ستونزمن دي؛ شاوخوا لس ورځې مخکې د ۱۰ لیترو غوړي بیه ۱۳۳۰ وه، اوس ۱۱۵۰ شوې، ارزانه شوې. وریجې په خپل ځای پاتې دي؛ اوړه چې ۱۶۰۰ افغانی وه، اوس ۱۴۷۰ شوې.»

په همدې حال کې، نورالله چې د سون‌توکو له پلورونکو څخه دی، وایي چې په تېرو لسو ورځو کې د پټرولو او ډیزلو بیې له ۲ تر ۳ افغانیو پورې راکمې شوې دي، خو د مایع ګاز بیه درې افغانۍ لوړه شوې ده. «شاوخوا لس ورځې کېږي چې لږ بدلون راغلی؛ د بېلګې په توګه، ګاز چې ۵۶ و، اوس ۵۹ شوی؛ ډیزل ۶۲ دی، مخکې ۶۶ و؛ پټرول ۶۴ و، اوس ۶۱ شوی.»

بل لور ته، د کابل ښاروالۍ مسوولان هم دا تاییدوي چې د سیمې د روانو تحولاتو او د ډالر د ارزښت د لوړېدو له امله د ځینو خوراکي توکو لکه اوړو، وریجو او غوړو په بیو کې لږ زیاتوالی راغلی، خو زیاتوي چې دوی په بازارونو کې د نرخنامو پر عملي کېدو بشپړ څار لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام