پنجشېر کې یوشمېر څارويلرونکي وايي چې د لبنیاتو پلور لپاره بازار نهلري او دې چارې له خپل کاروبار ستړي کړې دي.
د پنجشېر د درې ولسوالي اوسېدونکی خالمراد ابراهیمي وايي، د لبنیاتو پلور له امله یې، عواید کم دي او نهشي کولی چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «هره کورنۍ غواوې او اوزو ساتي، خو موږ له لبنیاتو هېڅ پلور نهلرو او یوازې مستې او پنېر خرڅوو چې ۴۰ افغانۍ پنېر او زېړ غوړي من ۲۴۰۰ افغانۍ. د لبنیاتو پلور لپاره ټولنه نهلرو.»
سهراب هم چې څاروي لري، وايي، که حکومت له څارويلرونکو ملاتړ ونهکړي او د لبنیاتو پلور او پروسس لپاره ورته زمینه برابره نهکړي، کولی شي، له دې ولایت د هېواد نورو ولایتونو ته هم لبنیات ولېږدوي.
هغه وویل: «څارویو ته لازم خواړه نهرسېږي، درمل ورته نشته؛ پنجشېر کې له بدهمرغه چې مصنوعي القاح نشته؛ زراعتي غواوې په لوړه بیه اخیستل کېږي او باید ورته بازار رامنځته شي.»
دغه څارويلرونکي د پنجشېر له کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه غواړي چې د لبنیاتو پلور لپاره یې، مناسب بازار رامنځته کړي.
د پنچشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس فضلالله دیوبندي وايي، دغه رياست دومره بوديجه نهلري چې د شيدو راټولولو وسايل ووېشي. «په پنجشېر کې د څه باندې ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۲۲۲۳۱ لیتره شیدې تولید شوي. له بده مرغه، موږ بودیجه نهلرو چې د شیدو پروسس مرکزونه جوړ کړو او موږ د شریکو موسسو له لارې د څارویو خواړه او د حشراتو تخمونه وېشلې دي.»
د مالدارۍ برخې کارپوه ملتان زړور وايي، له څارويلرونکو ملاتړ او د دوی لبنیاتو پلور لپاره د بازار رامنځته کول، کولای شي چې د کورنیو تولیداتو د ودې لامل شي. «دولت باید د څارويلرونکو ټولنه او د لبنیاتو ټولولو مرکزونه جوړ کړي، د غواګانو بېلابېل خواړه ووېشي او ګرځنده کلینیکونه فعال کړي؛ د څارویو د نسل اصلاح لپاره باید مصنوعي القاح دود کړي.»
څارويلرونکي د افغانستان د اقتصاد یوه لویه برخه جوړوي او ډېری هېوادوال په ځانګړي توګه د هېواد په لروپرتو سیمو کې پر مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپلې خوراکي او غیرخوراکي اړتیاوې برابروي.