د ليبيا د پوځ مشر چې ترکیې ته په رسمي سفر تللی وو، الوتکه یې انقره کې له پورته کېدو وروسته بېرته غورځېدلې او وژل شوی.
د راپورونو پر اساس، دغه پېښه کې د ليبيا د پوځ مشر محمد علي احمد الحداد، د ځمکنيو ځواکونو مشر، د نظامي صنايعو مدير، د ليبيا د پوځ لوی سلاکار او د پوځ د دفتر عکاس هم وژل شوي.
د ليبيا لومړي وزير عبدالحمید دبیبه دغه پېښه تایید کړې او دا يې د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بللې.
هغه وويل: «دا لويه غميزه د پوځ او ټولو خلکو لپاره يوه لويه ضايعه ده. موږ هغه کسان له لاسه ورکړل چې په اخلاص او وقف سره يې خپل هېواد ته خدمت وکړ او د نظم، مسؤليت او ملي ژمنتيا يوه بېلګه وه.»
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په ویلي چې الوتکه د انقرې د «ایسنبوګا» هوايي ډګر څخه طرابلس ته الوتنه کړې وه چې د حیمانا سیمې کیسیکواک کلي ته نږدې یې د الوتکې ټوټې موندلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د ډاسالټ فالکن ۵۰ ډوله جیټ الوتکې د حیمانا پر سر د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو اړیکه ورسره ټینګه نهشوه.
د ليبيا د پوځ مشر جنرال حداد د ترکیې او لیبیا ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه د خبرو لپاره ترکیې ته تللي وو.
ترکيه له ۲۰۱۹ کال راهيسې لیبیا کې په زیاتېدونکي توګه مهم رول لري او له دې هېواد سره یې نژدې سیاسي، پوځي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.
د لیبیا حکومت له پیښې وروسته دری ورځنی ملي وير اعلان کړی چې په کې به یې بیرغونه په ټولو دولتي ادارو کې نیمه ځوړند وي او د الوتکې د غورځېدو د قربانیانو په غم کې به ټول رسمي مراسم وځنډول شي.
د لیبیا لومړي وزیر عبدالحميد دبیبه همدارنګه امر کړی چې یو رسمي پلاوی به انقرې ته واستول شي ترڅو د پېښې شرایط وڅېړي او د ترکي چارواکو سره مستقیمه همغږي وکړي.